الوصف
كتيب مترجم إلى لغة البشتو، يتكلم عن رسالة التوحيد الواحدة التي حملها جميع الانبياء - عليهم السلام - ويمتاز الكتاب بإثبات توحيد الله من كتب اليهود والنصارى.
ډاکټر ناجی بن ابراهیم العرفج
په ریښتیا او اخلاص سره د حق موندونکو لپاره.
د بیدار عقل خاوندانو لپاره.
1) د دې واحد پیغام موخه څه ده؟
2) مقدس کتاب (انجیل) ددې په اړه څه وايي؟
3) قرآن د دې په اړه څه وايي؟
4) له هغه څخه وروسته ستا نظر څه دی؟
د آدم (علیه السلام) له پيدايښت نه وروسته د انساني تاريخ په اوږدو کې يو اصیل پيغام خلکو ته ورسول شو، او د دې پيغام د تذکر او سمې لارې ته د راستنولو لپاره هغه حقیقي او واحد الله؛ پیغمبران او رسولان راولیږل لکه: ادم، نوح، ابراهیم، موسی، عیسی او محمد (عليهم الصلاة و السلام) د یو پیغام د رسولو لپاره چې هغه عبارت دی له:
ریښتینی الله یو دی، او د هغه عبادت وکړئ
د دې پیغام د رسولو لپاره یې پېغمبران ولېږل:
نوح "ستاسو معبود یو الله دی، نو یوازې د هغه عبادت وکړئ".
ابراهیم "ستاسو معبود یو الله دی، نو یوازې د هغه عبادت وکړئ".
موسی "ستاسو معبود یو الله دی، نو یوازې د هغه عبادت وکړئ".
عيسى "ستاسو معبود یو الله دی، نو یوازې د هغه عبادت وکړئ".
محمد "ستاسو معبود یو الله دی، نو یوازې د هغه عبادت وکړئ"
الله تعالی خپل اولو العزم پیغمبران او رسولان او ځیني نور رالیږلي دي چې مونږ یې پیژنو او یا یې نه پیژنو له خپلو پیغمبرانو او رسولانو څخه د څو کارونو ترسره کولو لپاره، چې د هغې له جملې څخه:
1) د الهي وحي ترلاسه کول او خپلو خلکو او پیروانو ته یې رسول.
2) خلکو ته د توحید او په اخلاص سره د الله عبادت کول ښودل.
3) په قول او عمل کې د ښو بیلګه ګرځیدل، ترڅو خلک د الله په لاره کې د دوی پیروي وکړي.
4) خپلو پیروانو ته د الله څخه د ویرې او د هغه اطاعت کولو باندې لارښوونه، او د هغه د اوامرو پیروي کول.
5) خپلو پیروانو ته د دین احکام او عالي اخلاق ورزده کول.
6) ګناهکاران او هغه مشرکان چې د بتانو عبادت کوی هغوی ته لارښوونه کول.
7) خلکو ته ددې خبر ورکول چې دوی به له مرګ څخه وروسته راژوندي کیږي، او د قیامت په ورځ به خپلو اعمالو باندې ورسره حساب کیږي، نو چا چې یوازې پر الله ایمان راوړی وي او نیک عمل یې کړی وي د هغه بدله به جنت وي، او چا چې الله سره شرک کړی وي او د هغه نافرمانۍ یې کړي وي ځای به یې اور وي.
دغه پیغمبران او رسولان یوازې د یو الله لخوا پیدا شوي او لیږدول شوي دي. کاینات او هر هغه مخلوقات چې پکې دي، د پیدا کوونکي الله او د هغه په موجودیت او وحدانیت باندې ګواهي ورکوي، نو الله د کائناتو خالق دی او هغه څه چې په دې کې دي د انسانانو، حیواناتو او حشراتو څخه. او هغه د مرګ، فاني ژوند، او ابدي ژوند خالق دی.
د یهودانو، عیسویانو او مسلمانانو سپېڅلي کتابونه ټول د الله پر وجود او یووالي باندې شاهدي ورکوي.
که د حق لټوونکي په سپېڅلي کتاب او قرانکریم کې د الله مفهوم په معقولیت او اخلاص سره مطالعه کړي، نو کولی شي چې د الله هغه ځانګړي صفات چې د هغه لپاره ځانګړي شوي مشخص کړي، او نور مزعوم خدایان په هغې کې شریک نکړي. او ځینې هغه ځانګړتیاوې دا دي:
1) حقیقي معبود خالق دی، نه مخلوق.
2) حقیقي معبود یو دی او هیڅ شریک نلري، او څو دانې ندي، نه د چا پلار دی، او نه زیږیدلی.
3) الله د مخلوقاتو له ادراک څخه پورته دی، نو سترګې یې په دې نړۍ کې نشي درک کولی.
4) الله ابدي دی، نه مري، نه منحل کیږي، او هغه په خپل هیڅ مخلوق کې نه مجسم کیږي.
5) الله بي نیازه دی او پر بل چا باندې تکیه ندی، د خپل مخلوق څخه بې پروا دی، هغوی ته اړتیا نلري، هغه لره پلار، مور، میرمن، زوی نشته، او هغه خوراک، څښاک او د هیچا مرستې ته اړتیا نلري. مګر د الله لخوا پیدا شوي مخلوقات ټول هغه ته اړتیا لري.
6) الله د عظمت، کمال او ښايست صفاتو باندې ځانګړی دى، هغه صفات چې په مخلوقاتو کې هېڅوک هم له هغه سره په هغه صفاتو کې اشتراک او مشابهت نلري، نو د هغه په څېر هېڅ څیز نشته.
موږ کولی شو په دغه معیارونو او صفاتو (او نور صفات چې یوازې الله ته ځانګړي دي) په کارولو سره د هر ډول ادعا شوي خدایانو رد وکړو.
اوس راځم پورته ذکر شوې یوې رسالې ته او تر څو د مقدس کتاب (انجیل) او قران کریم څخه ځینې نصوص رانقل کړم چې د الله وحدانیت تاییدوي. خو تر دې د مخه غواړم دغه خاطره تاسو سره شریکه کړم:
ځینې عیسویان شاید حیران شي او دا به وپوښتي چې: ښکاره خبره ده چې الله یو دی او مونږ په یو معبود باور لرو، نو مسئله څه ده؟
حقیقت دا دی چې د عیسویت په اړه زما د پراخو مطالعاتو او لوستلو او د عیسویانو سره زما د ډیرو خبرو اترو له لارې، ما وموندله چې "الله" د دوی په اند (د هغه څه له مخې چې د هغوی ځینې یې تصور کوي) لاندې کسانو ته شاملیږي:
1) الله پلار.
2) الله زوی.
3) الله پاک روح .
ساده پوهه او سالم منطق؛ څیړونکی هڅوي چې له دغو عیسویانو څخه دا وپوښتې چې:
ستاسو ددې وینا معنا څه ده چې "الله یو دی" حال دا چې تاسو درې معبودانو ته اشاره کوئ؟
ایا الله یو دی چې په دریو کې منحل (مدغم) شوی، او که درې دي چې په یو (1 په 3 یا 3 کې 1) کې منحل (مدغم) شوي؟
برسېره پر دې، او د ځینو عیسويانو د عقیدې له مخې، دا دغه دریو معبودانو مختلفې دندې، ادارې او شکلونه لري چې په لاندې ډول دي:
1) الله پلار = هغه خالق دی
2) الله زوی = هغه نجات ورکوونکی دی
3) الله مقدس روح = هغه مشاور دی (قوت او ځواک ورکونکی)
دا ادعا چې مسیح د الله زوی دی، یا دا چې هغه الله دی یا د الله یوه برخه ده، د تورات او انجیل له متنونو سره په ټکر کې ده، ځکه چې په هغو کې ویل شوی دي چې پدې دنیا کې الله هیڅوک نه ویني:
"تاسو به هیڅکله د هغه غږ نه اورئ او د هغه مخ به هم و نه وینئ".
(انجيل يوحنا 37:5)
"هیڅ چا دا ندی لیدلی او هیڅوک به یې ونشي لیدلی".
(لمړنی پیغام تيموتیس ته 16:6)
"هیڅوک ما نه ویني او بیا دې ژوندی پاتې شي".
(خروج 20:33).
د دې او نورو متنونو پر اساس، زه په ټول صداقت او اخلاص سره دغه پوښتنه کوم چې مونږ څنګه کولی شو د هغو کسانو وینا چې وايي عیسی الله دی - حال دا چې د سپیڅلي کتاب متنونه دا تاییدوي چې هیچا الله نه دی لیدلی او نه یې غږ اوریدلی دی، نو مونږ د دې دواړو ویناوو تر منځه سره څنګه یو ځای کولی شو؟!
آيا یهودیانو او د عیسی کورنۍ او د هغه پيروانو عيسی مسيح ندی لیدلی (د هغوی د ځینو په باور د الله زوى،) او آیا د هغه غږ يې ندي اوريدلي؟
تورات او انجیل څنګه پر دې تینګار کوي چې هیڅوک الله نه شي لیدلی او نه یې غږ اوریدلی شي، او بیا داسې خلک پیدا کیږي او باور لري چې هغوی عیسی لیدلی او د هغه غږ یې اوریدلی، هغه الله دی او یا د الله زوی دی؟ ایا د الله په حقیقت کې کوم پټ راز شتون لري؟
تورات د دې خبرې عکس تاییدوي، چې د الله په حواله ویل شوي: "زه رب (څښتن) یم او بل معبود نشته، ما پټې خبرې نه دي کړې او نه مې خپل هدف پټ کړی دی.. زه الله یم او زه رښتیا او حق سره وینا کوم، او زه هغه څه اعلانوم چې ریښتیا دي». (اشعیاء 19:45)
مهرباني وکړه مخکینی متن څو ځلې ولوله او په دقت سره فکر وکړه
اوس راځۍ چې په ګډه په مقدس کتاب (انجیل) او قرانکریم کې د الله د حقیقت د لټولو لپاره یو سفر پیل کړو، هیله ده چې د آیتونو او متنونو له غور کولو او لوستلو وروسته به ما ته خپل اندونه او نظریات راکړئ. دا کتاب یو بې طرفه او عادلانه روایت دی.
پر دې چې بې طرفي مو رعایت کړي وي، زه به پرته له کومې تبصرې څخه دلایل وړاندې کړم، هیله لرم چې تاسو په دقت او بې طرفۍ سره ور باندې فکر وکړئ، پرته له کومو مخکنیو تصوراتو او فیصلو څخه.
په مقدس کتاب انجیل (عهد قدیم) کې ریښتینی واحد الله:
اې اسرائیل واوره: زموږ رب الله یو دی.
(تثنیه 4:6 )
آیا یوازني الله زمونږ لپاره د ژوند روح ندی پیدا کړی او مونږ ته یې روزي نده راکړې؟
( ملاخي 15:2 )
د دې لپاره چې تاسو پر ما ایمان راوړئ، او پوه شئ چې زه الله یم، له ما څخه مخکې هیڅ معبود نه و او له ما وروسته به هیڅ معبود نه وي. زه رب (څښتن) یم، او زما پرته بل ژغورونکی (نجات ورکوونکی) نشته.
( اشعياء 43 :10-11)
زه اول او آخر یم، او له ما پرته بل معبود نشته. زما په شان څوک دی؟
( اشعياء 6:44 )
ایا زه رب (څښتن) نه یم چې زما پرته بل معبود نشته؟ نیکي کوونکی او مخلص، او زما پرته بل نشته.
( اشعياء 45 : 21 )
ایا تاسو ته دا ډول نور متنونه په یاد دي؟
یو حق الله په مقدس کتاب ( العهد الجدید ) کې:
او ابدي ژوند د دې لپاره دی چې تا ته دروپېژني چې ته یوازینی ریښتینی معبود یې او عیسی مسیح چې تاسو رالیږلی دی.
(انجيل يوحنا 3:17)
د خپل معبود الله عبادت وکړئ او یوازې د هغه خدمت (عبادت) وکړئ.
(انجيل متى 10:4)
اې اسرائیله ( یعقوبه ) واوره: زمونږ رب (څښتن) معبود یو دی ... نو الله یو دی او له هغه پرته بل څوک نشته.
(انجيل مرقس 28:12 - 33)
الله یو دی، او د الله او د خلکو ترمنځ واسطه یوه ده، او هغه انسان مسیح عیسی دی.
(لومړی پیغام تیموتیس ته 2: 5)
هغه ته یو څوک راغی او ورته ویې ویل: اې زما ښاغلیه نیک انسانه، زه کوم نیک کار وکړم چې ابدي ژوند ترلاسه کړم؟ هغه (عیسی) ځواب ورکړ: "تا ما ولې صالح بولې؟ هیڅوک کوم صالح نشته مګر یو، او هغه الله دی". (انجیل متی 19: 16-17 لکه څنګه چې د ملک جیمز په نسخه کې راغلي)
ایا ته کولی شې نور متنونه ذکر کړې چې دا تاییدوي چې الله یوازې یو دی؟ (او درې ندي!)
(( قل هو الله أحد . الله الصمد . لم يلد ولم يولد . ولم يكن له كفواً أحد)). [(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى. هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى. نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى. او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته].
( د سورت شمیر 112: آية 1-4)
(( لا إله إلا أنا فاعبدون )) . (له ما نه پرته بل هېڅ حق معبود نشته، لهذا تاسو زما عبادت كوئ).
(د سورت شمیره 21: آية 25)
(( لقد كفر الذين قالوا إن الله ثالث ثلاثة وما من إله إلا إله واحد وإن لم ينتهوا عما يقولون ليمسن الذين كفروا منهم عذاب أليم )). (خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل:بېشكه الله له درېوو څخه دريم دى، حال دا چې هېڅ لايق د عبادت نشته مګر یو معبود، او كه چېرې دوى له هغو خبرو نه منع نشي چې دوى يې كوي، نو خامخا لازمًا به په دوى كې كافر شويو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي).
(د سورت شمیره 5: آية 73)
(( إن إلهكم لواحد )). (چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى).
(د سورت شمیره 37: آية 4)
(( أإله مع الله قل هاتوا برهانكم إن كنتم صادقين)). (ایا له الله سره بل معبود شته ؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ).
(د سورت شمیره 27: آية 64)
په حقیقت کې دا پیغام (د الله وحدانیت) په قران کریم کې اصلي موضوع ده.
واقعا دغه دلیلونه او په سپیڅلي کتاب او قران کریم کې په سلګونو نور دلایل پر دې ټینګار کوي چې د شک لپاره هیڅ فرصت نه پریږدي چې الله یو دی او له هغه پرته بل هیڅ معبود نشته، لکه څنګه چې مقدس کتاب (انجیل) کې وايي: " اې یعقوبه واوره: زموږ رب (څښتن) معبود یو دی ... نو الله یو دی او له هغه پرته بل څوک نشته.
"(انجيل مرقس 8:12 - 33).
او قرآن کریم دغه موضوع داسې بیانوي:
(قل هو الله أحد)[(اې نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چې الله یو دى].
(د سورت شمېره 112: آية 1).
او مقدس کتاب (انجیل) نه یوازې دا تاییدوي چې الله یو دی ، بلکه دا هم تاییدوي چې الله یوازینی خالق او ژغورونکی دی
"د دې لپاره چې تاسو پوه شئ او په ما ایمان راوړئ، او پوه شئ چې زه، زه هغه الله یم، زما څخه مخکې هیڅ معبود نه و، او زما څخه وروسته به هیڅ معبود نه وي، زه هغه رب (څښتن) یم، او زما پرته بل ژغورونکی نشته".
( اشعياء 43 :10-11).
په دې توګه دا څرګنده شوه چې د عیسی یا د روح القدس یا نورو ته د الوهیت (معبودیت) منسوبول هیڅ سند او دلیل نلري، او هغوی ندي مګر د الله د مخلوقاتو څخه یو او هغوی لره هیڅ کوم صلاحیت نشته، هغوی معبودان ندي او نه د الله تجلیات دي او نه د هغه تجسم او تمثیل کولی شي. نو د هغه په څیر هیڅ شی نشته څرنګه چې مقدس کتاب (انجیل) او قرآن کریم کې بیان شوي دي.
نو الله – تعالی- د یهودانو د ګمراهۍ او د نورو معبودانو د عبادت له امله پر هغوی باندې قهر شو
"رب (څښتن) هغوی باندې په قهر شو".
(عدد 3:25)،
او موسی علیه السلام د هغوی د سرو زرو خوسکی له منځه یوړ.
له بلې خوا، د عیسویانو موحده فرقه د عذاب او ځورونې سره مخ شول؛ ځکه چې دوی د الله په وحدانیت باور درلود او د عیسی د حنیفي تعلیماتو (د الله پر وحدانیت باور لرونکي) له بدلولو څخه یې انکار وکړ، او د تثلیث بدعت یې رد کړ چې د بولس او د هغه د پیروانو لخوا څرګند شو.
د خبرو لنډیز دا چې الله ادم، نوح، ابراهیم، موسی، عیسی، محمد او ټول پیغمبران او رسولان (صلوات الله وسلامه عليهم أجمعين) رالېږلي ترڅو خلکو ته بلنه ورکړي چې په الله ایمان راوړي او یوازې د هغه – سبحانه و تعالی- عبادت وکړي، پرته له کوم شریک او برابري څخه. نو دا د هغوی یوازنی پیغام دی:
ریښتینی معبود یوازې یو دی، نو یوازې د هغه عبادت وکړئ
او څرنګه چې د پیغمبرانو او رسولانو پیغام یو دی، نو د هغوی دین هم یو دی. نو د دې پیغمبرانو او رسولانو دین څه دی؟
د دوی د رسالت (پیغام) جوهر الله ته د تسلیمېدلو پر بنسټ ولاړ دی، هغه کلمه چې په عربي ژبه کې د "اسلام" معنی او مفهوم څرګندوي.
قرانکریم دا ثابته کړې ده چې اسلام د الله د ټولو انبیاوو او رسولانو ریښتینی دین دی، او دا قرآني حقیقت په مقدس کتاب کې هم موندلی شئ (موږ به دا حقیقت په بایبل کې په راتلونکي کتاب کې تعقیب کړو، ان شاءالله ).
په پایله کې، د ژغورلو لپاره، مونږ باید دا رساله (پیغام) ترلاسه کړو او په ریښتینې او اخلاص سره ورباندې باور وکړو. خو دا کار کافي نه دی! بلکه موږ باید د الله پر ټولو پیغمبرانو او رسولانو ایمان راوړو (په دې کې پر محمد -صلی الله علیه وسلم- ایمان لرل هم شامل دي) او د هغوی لارښوونې تعقیب او عملي کړو. دا د خوشحاله ابدي ژوند لپاره لاره ده.
اې هغه څوکه چې په اخلاص سره د حق لټوونکي یې، او ژغورلو سره مینه لرئ، ته همدا اوس باید په دې موضوع کې فکر وکړې مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي. مخکې له دې چې مرګ ناڅاپه راشي! څوک پوهیږي چې کله به راځي؟
د دې مهمې او پرېکنده موضوع له فکر او غور کولو وروسته، او په معقول درک او په رښتيني زړه سره دا پرېکړه کولاى شې چې الله يو دى، هېڅ شريک نه لري، زوى نه لري، او پر هغه ايمان راوړې، او يوازې د هغه عبادت وکړې، او پر محمد ایمان ولرې چې هغه هم د نوح، ابراهیم، موسی او عیسی په څیر پیغمبر او رسول دی.
اوس ته کولی شې - که ته وغواړې - چې دا کلمه ووایې:
أشهد أن لا إله إلا الله و أشهد أن محمداً رسول الله(زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد د الله رسول دی)
دا شهادت او ګواهي ورکول د ابدي خوشحاله ژوند په لاره کې لومړی عملي ګام دی، او دا د جنت د دروازو اصلي کلي ده.
او که تا د دې لارې د تعقیبولو پریکړه وکړه، نو ته کولی شې چې د خپل مسلمان ملګري یا ګاونډي څخه د نږدې جومات یا اسلامي مرکز مرسته وغواړې، یا ما ته دا ویاړ راوبخښه چې زما سره د تلیفون یا لیک له لارې اړیکه ونیسې ( ستا پدې کار به زه ډیر خوشحاله شم).
( قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ) (ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى. او تاسو خپل رب ته رجوع وكړئ او هغه ته غاړه كېږدئ، مخكې له دې نه چې په تاسو عذاب راشي، بیا به تاسو سره مرسته نه کیږي. او تاسو د تر ټولو ښه حكم (قرآن) پیروي وكړئ هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى مخكې لدې نه چې په تاسو عذاب راشي ناڅاپه، حال دا چې تاسو به نه پوهېږئ)
قرآن الكريم – د سورت شمیره 39: آيات 53-55
د دې رسالې (پیغام) له لوستلو وروسته، په شعوري او فکري توګه، ریښتیني او جدي کسان به دا پوښتنه وکړي چې: حقیقت څه دی؟ څه غلط دي؟ څه باید وشي؟
دا او داسې نورې پوښتنې به په راتلونکو لیکنو کې مطرح کړم، ان شاءالله.
د نورو اضافي معلوماتو، پوښتنو یا وړاندیزونو لپاره، مهرباني وکړئ د لیکوال سره په لاندې پته اړیکه ونیسئ:
ص. ب. 418 – الهفوف – الأحساء 31982 المملكة العربية السعودية [email protected] / [email protected]
یا دفتر ...................
هر ډول تعدیل یا سمون ته ښه راغلاست وایو